معلول الگو

روزنامه نگار موفق، فعال معدنی، کنشگر سریع و دقیق در رسانه های اجتماعی و انسان پرتحریک در عرصه های مختلف فرهنگی از جمله خصیصه های است که میتوان با نگاه اجمالی در صفه فیسبوک متعلق به وی مشاهده کرد. این اما تنها ویژگی های شخصیتی او نیست، بلکه خصایص بسیاری دارد که نشان میدهد معلولیت مانع پیشرفت، رشد و ترقی او نشده است

نامش سیف الرحمن عیار لمر است و به لحاظ تذکره ای در سال 1368 ه.خ در یک خانواده با سواد و روشنفکر چشم به جهان گشود. عیارلمر اصلتآ از ولسوالی نجراب ولایت کاپیسا است و نام پدرش مرحوم دگروال خیر محمد است. سیف الرحمن در سال 1388 از لیسه عالی محمود هوتکی به درجه بکلوریا فارغ شد و تحصیلات عالی اش در مقطع لیسانس در رشته روانشناسی پوهنتون کابل گذراند. او با فرا گرفتن دوره های عالی آموزش زبان انگلیسی با درجه دیپلوم عالی، دو سال منحیث مشاور فرهنگی نیروهای ناتو در ولایت هلمند ایفا وظیفه نموده است. یک سال نیز کارمند ارگ ریاست جمهوری اسلامی افغانستان بوده است

آقای عیار در سال۲۰۱۰ میلادی از طرف سازمان یونسکو و کمیته قربانیان جنگ در افغانستان به عنوان جوان نخبه دارای معلولیت نخاعی، جایزه عالی را به دست آورده است. او در شبکه‌های تلویزیونی نورین و سبا به حیث گرداننده برنامه های سیاسی و اجتماعی فعالیت نموده، به مدت یک سال در یکی از رادیوها گوینده بخش خبر  بوده است و اکنون نیز به عنوان یک خبرنگار و فعال مدنی در جامعه خبرنگاران و فعالان مدنی چهره شناخته شده است

عیارلمر همچنان در چند نشریه چاپی به عنوان گزارشگر تحقیقی تجربه کاری دارد. عیارلمر به دلیل علاقه‌ای که به رشته ژورنالیزم داشت، در سال ۱۳۹۰ وارد پوهنتون خصوصی دعوت شد و در سال ۱۳۹۵ دومین مدرک لیسانس خود را از رشته مطبوعات این پوهنتون بدست آورد. لمر در حال حاضر گزارشگر تحقیقی روزنامه وحدت بوده و در یکی از انستیتوت‌های خبرنگاری به حیث استاد تدریس می‌نماید. آقای لمر مقالات متعددی را در رابطه با موضوعات سیاسی و اجتماعی چاپ نموده که در دسترس قرار دارد و همچنان اثر تحقیقی ایشان تحت عنوان «انواع اطلاع رسانی» زیر چاپ است

سیف الرحمن”عیارلمر” سال گذشته از طرف سازمان نسل امید افغانستان تندیس جوان سال را بدست آورد و همچنان از سوی رئیس جمهور محمد اشرف غنی و بانوی اول تندیس خبرنگار شجاع را کسب نموده است

این جوان نخبه و خبرنگار مسلکی و جسور می‌گوید: در نظر دارد تا مدرک ماستری اش را در رشته روابط بین‌الملل به دست آورد و هم اکنون نیز مشغول تحصیل این رشته در مقطع ماستری می‌باشد

د معلولینو حقوق، او د بودجې نشتون

نورآغا حبیبي

وګړیز حقوق یو له نویو مفاهیمو څخه دی . دا مفهوم هغه مهال ځانته عملي بڼه خپلوي چې د یوې ټولنې وګړي په ټولشموله توګه له ټولو ټولنیزو امکاناتو څخه برخمن شي . معلولین لدې قشرونو څخه یو دی چې باید په ټولشموله توګه د ټولنې په بیلا بیلو بسترونو کې شامل شي . خو دا امر په لومړي پړاو او له هر څه ډیر تعریف شویو حقوقو او قانوني اصولو ته اړمن دی

د قوانینو له شتون ور هاخوا هغه څه چې مسلم دي هغه دا چې لدې حقونو څخه د برخمن کیدو لپاره د قانوني چارچوبونو شتون یو اړین امر دئ. خو د هر قانون پلي کیدل او د اصولو عملي کیدل چې وکولای شي وګړیز حقوق یا حقونه په واقعي ډول تمثیل یا ولوبوي لګښت او اړینې بودجې ته اړتیا لري .  افغانستان د قانوني چارچوبونو د رامنځته کولو له اړخه هڅې او کوښښونه کړي او دې ګام په تیرو وروستیو لسیزو کې له ځان سره یو لړ پایلې هم درلودې . د معلولینو له بنسټیزو حقونو څخه په یو ډول په اساسي قانون کې ملاتړ شوی او همدارنګه په ملي کچه، افغانستان د معلولینو د حقونو د قانون او امتیازاتو درلودونکی دی او په نړیواله کچه یې د معلویت څلور بشردوستانه او د بشري حقونو کنوانسیونونه لاسلیک کړي دي

خو په عمل کې دا قوانین یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوي. لدې ستونزو او خنډونو سربیره چې د معلولینو په حوزه کې د موجودو قوانینو د عملي کیدو پر وړاندې شتون لري، د بودجې نشتون د معلولینو په اړه  د شته  قوانینو د عملي کیدو پر وړاندې یو بل جدي او بنسټیز خنډ شمیرل کیږي . ځکه کله چې یو معلول ونشي کولای کافي معاش ولري، یعنې دا چې په یو ډول له دوی څخه د خوراک او څښاک حق ترې واخیستل شي څنګه کولای شو چې د دوی په اړه نور حقوقي اصول پلي کړو . د بیلګې په ډول : کله چې یو معلول په اوسني وضعیت کې چې بیې هم د کتنې وړ لوړې دي د میاشتې له ۳ تر ۴ زرو افغانۍ معاش اخلي، په عمل کې ورته ویل شوي چې تاسو د ژوند کولو حق نلرئ او هغه څوک چې د ژوند کولو حق نلري نور حقوق هم ورته کومه معنا نلري . ځکه د یوه انسان ذاتي حق دده حیات یا ژوند دئ، نو وګړی هغه څوک دئ چې لومړۍ د حیات یا ژوند کولو حق ولري

له بل لوري افغانستان تر اوسه د معلولینو لپاره د برنامو د پلي کیدو په برخه کې ځانګړې ملي بودجه نلري. له ۲۰۰۵ میلادي کال وړاندې افغانستان د معلولینو لپاره د یوه خپلواک بنسټ درلودونکی وو، خو اوس داسې کوم باصلاحیته او خپلواک بنسټ چې معلولینو ته رسیدنه وکړي شتون نلري. په داسې حال کې چې د وروستۍ یوې لسیزې لاسته راوړنې بابیزه نشو نیولای او ډيری کارونه ترسره شوي، خو لدې سربیره لیدل کیږي چې کارونه په ورځیني ډول او له کومې اوږد مهاله برنامې پرته او په غیر تخصصي ډول ترسره شوي او کیږي

نو په همدې خاطر مونږ کولای شو غوره قوانین او حقوق رامنځته او ټوله دولتي دستګاه یې عملي کیدو ته موظف کړو . خو کله چې دولت د ټولنې د هر غړي د حقوقو شرایط برابر نکړي دا دندې تر ډيره د کاغذ پر مخ پاتې کیږي. نو ځکه باید روښانه شي دندې د کوم حق په تړاو دي او د هغې په اړه دولت څه عملي کار غواړي ترسره کړي . شک نشته چې شته قوانین د معلولو کسانو پر تن د حقوقو جامې وراغوندي. خو د معلولو کسانو د بودجې تشه بیا په عمل کې د قانوني جامې خلع ښه یې . ځکه چې د معلولو کسانو انساني او وګړیز حقونه د مالي اعتبار په شتون مقید او مشروطیږي. که چیرې د معلولو کسانو د حقوقو د قانون محتوا او امتیازات حق او حقوق دي، نو باید وویل شي چې دا قانون حق دئ او دا لګښت ددې حق د عملي کیدو لپاره ټاکل شوی . کنه د مالي اعتبار له حق څخه برخمنیدل مقید او مشروط ندي ټاکل شوي یعنې د معلولینو په وګړیزو او انساني حقونو د عمل ناشوني کول

 واقعیت دا دئ چې په اوسنیو شرایطو کې په معلولیت پورې تړلي قوانین، د بودجې په ولکه کې دي . دا په داسې حال کې ده چې حکومت او د افغانستان مالي بنسټونه کولای شي د معلولیت مسئلې ته رسیدنه په ملي بودجه کې درج کړي او له قانوني پړاونو یې تیر کړي . پدې صورت کې به حقوقي او قانوني اصول ځانته د عمل جامه واغوندي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د معلولیت په حوزه کې د پوهاوي او فرهنګ جوړونې په کچه د دفاع وړ کړنې نه درلودې او د کتنې وړ برخه یې هم د تعریف شوې بودجې نشتون ته ورګرځي . هغه وړانګې هم چې د فرهنګ جوړونې او پوهاوي په برخه کې لیدل کیږي د غیر دولتي بنسټونو او د بهرنیو موسساتو د مالي ملاتړ محصول دی. خو که چیرې په معلولینو پورې اړوندو قوانینو د پلي کیدو لپاره عزم او اراده شتون ولري، کولای شو د نورو برخو ډیری تشریفاتي بودجې راکمې او د معلولیت مسئلې ته د رسیدنې په برخه کې یې ور زیاتې کړو؛ هغه امر چې کولای شي د معلولینو وګړیز حقوق خوندي او له حکومت سره د قانونمندۍ او د قانون حاکمیت په برخه کې مرسته وکړي